د فلسطيني نائب صدر سعودي ولي عهد سره ملاقات ٬ د فلسطين په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه

ریاض ۔9 مئی(اے پی پی) فلسطینی نائب صدر حسېن الشېخ د سعودي عربستان ولي عهد او وزيراعظم شهزاده بن سلمان سره ملاقات وكړو۔ د العربيه له مخې په دے مهم ملاقات كښې د فلسطين په روانه وضعه او د مظلوم فلسطيني اولس د حقونو په تحفظ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په رياض كښې شوي دې ملاقات كښې دواړو لارښودو په ګډه د فلسطين مسئلې د ملاتړ په جاري ساتلو ٬ د سياسي مرستې په مضبوطولو او په نړيواله كچه د فلسطيني دريځ په فعاله ډول وړاندې كولو زور راوړو۔ سعودی مشرتابه په دې موقع د فلسطيني اولس د نه منسوخ كېدونكو حقونو بشپړ ملاتړ پخلے وكړو او د اسرائيلي ظلمونو په ضد يۍ د مشتركه سفارتي هڅو د لا تندولو په حاجت زور راوړو۔ ولی عهد باور وركرو چې سعودي عربستان فلسطيني اولس سره ولاړ دے او په راتلونكي كښې به هم په هره كچه د هغوي د خپلواكۍ او د هغوي د آزاد رياست جوړېدو ملاتړ كوي۔ فلسطینی نائب صدر ولي عهد د غزه په تړانګه او فلسطين كښې د روانې وضعې په اړه خبر كړو۔ ده د سعودي مشرتابه د تاريخي ملاتړ مننه كولو سره وويئل سعودي عربستان په سختو حالاتو كښې هم فلسطيني كاز ته ترجيح وركړې ده۔ فلسطينې اولس د سعودي عربستان خذماتو ته د قدر په سترګه ګوري۔