
اسلام آباد۔9 مئی(اے پی پی) پاکستان کرکټ بورډ (پی سی بی) د جمعې په ورځ تصديق كړے دے چې د اېچ بی اېل پاکستان سپر لیګ (پی اېس اېل) سیزن 10 پاتې مېچونه عرب امارات ته منتقل كړې شوي دي۔ په يو مختصر بيان كښې پي سي بي وئيلي چې د كراچي كنګز او پشاور زلمي ٬ د پشاور زلمي او لاهور قلندرز ٬ د اسلام آباد يونائيټډ او كراچي کنګز او د ملتان سلطانز او كوئټه ګلېډي ايټرز ترمينځه مېچونه او دغسې پلے آف – کوالیفائر، ایلیمینیټر 1، ایلیمینیټر 2، او فائنل به په متحده عرب امارات كښې كولې شي۔ بورډ وئيلي چې د مېچونو شېډول ٬ د نېټو او ځايونو خاكه به په ټاكلي وخت شيئر كړې شي۔