سعودي عربستان سره سويلين اتومي مرسته ٬ امريكې اسرائيل سره د سفارتي اړيكو په ځايې كولو شرط ختم كړو

ریاض ۔9 مئی(اے پی پی) امریکې سعودی عربستان سره د سویلین اتومي مرستې په مذاكراتو كښې پېشرفت لپاره اسرائيل سره د سفارتي اړيكو شرط ختم كړو۔ د رائټرز له مخې د امريكا لخوا د اړيكو په ځايې كولو شرط څخه لاس په سر كېدل يوه لويه خبره ګڼلې شي٬ دا پېشرفت د امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ راروانه اونۍ د سعودي عربستان دورې څخه وړاندے رامخے ته شو۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه سوېلين اتومي مرسته د يوې پراخا امنيتي لوظنامې برخه ده كومه چې امريكې د سعودي عربستان او اسرائيل ترمينځه د اړيكو د معمول له مخې كولو سره تړلې وه۔ بياهم سعودي عربستان دغه شرط مسترد كولو سره وئيلي وو چې اسرائيل سره د سفارتي اړيكو شرط د اسرائيل د فلسطيني رياست جوړولو پلو د جدي ګامونو پورته كولو سره تړلے دے۔