
اسلام آباد 08 مئي(اې پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه چارو وفاقي وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د اروپائي ائتلاف خارجه چارو او سلامتيا پالېسۍ/كمېشن استازې نائب صدر كاجا كالاس سره په ټېليفوني تماس نيولې۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې دواړو لارښودو د دې څخه وړاندې 2 مئي 2025 هم سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه كړی وه۔د خبرو اترو په مهال نائب وزيراعظم په دې سخت حالات كښې د پاكستان لپاره د اروپائي ائتلاف ملاتړ او يو والي كاجا كالاس مننه وكړه۔ده د هند ښكاره جارحانه اقدام سخته غندنه وكړه كوم چې د پاكستان خپلواكۍ ښكاره خلاف ورزي او د منطقې امن او استحكام لپاره خطره ده۔خارجه وزير زور راوړو چې د هند دا اقدامات د ملګرو ملتونو چارټر٬نړيوال قوانين او رياستونو ترمينځه اړيكو اصولو خلاف ورزي ده او د هند لخوا د ترهه ګرو ډهانچې په نښه كول بې بنياد ادعاګانې رد كړي۔ده يو ځل بيا ښكاره كړې چې پهلګام پیښې په اړه د پاكستان كوم هم تعلق كوم هم معتبر ثبوت نه لري۔اعلٰی استازي كاجا كالاس د وګړو په زيان د افسوس څرګندونه وكړه او ځپليو كورنيو سره يې غمرازي وكړه۔ده د دې خبرې پخلې وكړو چې دواړو ډلو له د بشپړه ډول د تحمل څرګندونه وكړي او د خبرو اترو او سفارتكارۍ د لارې د مسئلو حل لټول ولټوي۔۔