
اسلام آباد 08 مئي(اې پي پي)په قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر عمر ايوب خان د هندي جارحيت سخته غندنه كولو سره د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا وكړه۔د زيارت په ورځ د غندنې په خپل بيان كښې ده د ځپليو كورنيو سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه كړی او وئېلې يې دي چې د هند لخوا ميزائل او ډرون بريد د پاكستان خپلواكۍ او سلامتيا ښكاره خلاف ورزي ده۔د هند د بريد څخه په منطقه كښې امن او استحكام خطر سره مخ دے۔هندي جارحيت د غندنې وړ دے۔ده بې ګناه شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنه وړاندې كړه او د هغوي لپاره يې لوړو درجو دعا وكړه