حکومت د سرمايه کارۍ نظام سپېځلے٬ مؤثر او سرمايه کار دوست جوړولو عزم لري، اېس آئي اېف سي د يو كوټلي ون ونډو پليټ فارم په توګه د سرمايه كارۍ پرېكړې تندولو كښې مرسته كوي۔ د خزانې وزير سېنېټر اورنګزيب په لندن كښې کنفرنس ته وېنا

لندن 08 مئي (اے پي پي) خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي حکومت د سرمايه کارۍ نظام سپېځلې٬ مؤثر او سرمايه کار دوست جوړولو عزم لري، خاص سرمايه کاري سهولت کونسل (اېس آئي اېف سي) د يو كوټلي ون ونډو پليټ فارم په توګه د سرمايه كارۍ پرېكړې تندولو كښې مرسته كوي۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ په لندن كښې د “پاكستان رسنې سرمايه كارۍ كنفرنس” (پاکستان رسائي سرمايه کاري کانفرنس” ته خپلې وېنا كښې وكړه ٬ د پاکستان ايکسيس ډے” د نړيوال كنفرنس اهتمام جفريز كړے او “کے ټريډ سکيورټيز” هم په كفنرنس كښې معاونت كړے ؤ ٬ په كنفرنس كښې د نوموړو اداره جاتي سرمايه كارو٬ نړيوال بېنكونو٬ سرمايه كار ادارو سينئر ايګزيکټوز او د اولسي او د نجي څانګې پوهونو او نورو ګډون وكړو ٬ په دې موقع نجكارۍ لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال محمد علي هم فورم كښې د ګډون په مهال وېنا وكړه۔ د كفنرنس د اهتمام مقصد نړيوالې كاروباري ورورولي د پاکستان معاشي پيشرفت او سرمايه کارۍ د امکانات نه خبرول او پلېټ فورم وركول وٶ۔ په دې موقع خپل وېنا كښې سينيټر اورنګزيب ووئيل حکومت د ميکرو اکنامک اصلاحات او ډھانچه جاتي بدلونو په اړه پوخ عزم كړے ۔ ده ووئيل حكومت معاشي استحکام تل پاتې جوړولو پلو روان دے٬ پاكستان معاشي استحكام پلو پېشرفت كړے او مهمې اقتصادي اشارې مضبوطي او د نظم و ضبط عکاسي كوي۔ ده ووئيل مونږ د بهرني او كورني چلېنجز د يو مشكل دور په كاميابۍ سره مقابله كړې او نن پاكستان د يو بحال شوي معاشي استحكام په بنياد ولاړ دے٬ مونږ د جرأت مندانه او دور رس اصلاحات د لارې مالياتي نظم و ضبط بحال کړے۔ د خزانې وزير ووئيل مالي كال 2025 په وړومبو شپږو مياشتو كښې پاکستان د 3.6 ټريلين روپو پرائمري بجټ سرپلس ترلاسه كړے او په اپرېل كال 2025 كښې د ګرانۍ شرح 0.3 فيصده ته راغلې كومه چې د تېرې يوې ليسزې تر ټولو ټيټه شرح ده٬ ده ووئېل د معاشي كاميابو اعتراف په نړيواله كچه شوې او فِچ د پاکستان خپلواكه کريډټ ريټنګ د ټرپل سي پلس نه بي مائنس كړے دے كوم چې د نړيوال ماركيټ د باور عكاسي ده۔ د سباون د هدفونو ذكر كولو سره ده ووئيل پاكستان په كلنه توګه د جي ډي پي شرح نمو د 6 فيصده كولو هدف لري٬ دې لپاره به حكومت د ټيکس نظام، توان، د رياستي ادارو اصلاح، د نجکاري، پنشن او اولسي ماليات غوندې څانګو كښې ساختي اصلاحات جاري ساتي٬ پاکستان د برآمدات هدف 50 ارب ډالره ته رسول، ګراني تر 6 فيصده محدود كول او د 5 اربه ډالرو ماليت د آئي سي ټي فري لانسنګ انډسټري جوړولو هم منصوبه شامله ده۔ ده ووئيل مونږ د پاكستان سرمايه كاري نظام سپېځلے ٬ موثر او د سرمايه کار دوست جوړولو عزم لرو۔