
اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان سره د فېصل آباد چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري (اېف سي سي آئي) صدر ريحان نسيم بھرارہ ليدلي دي ٬ په ملاقات كښې كاروباري ورورولۍ ته په ورمخې ته مسئلو خبرې اترې او د تجارت ودې په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع ريحان نسيم بھرارہ په فيډرل بورډ آف ريونيو كښې د جامع اصلاحات په ضرورت زور راوړو او د ټېرف په اړه ئې هم خبرې وكړې۔ ده تجويز وړاندې كړو چې برآمدات سره تړلې تجارتي تنظيمونو ته دې په پاليسي ساز ادارو كښې مستقل نمائندګي وركړې شي دغسې چې په زمكيزو حقائقو اډانه غږ د قامي تجارتي لائحو برخه جوړ شي۔ وفاقي وزير جام کمال خان د اېف سي سي آئي صدر له باور وركړو چې حكومت د كاروباري ورورولۍ د مسئلو د حل كولو عزم لري۔ په دې موقع ريحان نسيم بھرارہ د فېصل آباد چيمبرد سلور جوبلي په موقع د تجارت وزير ته يادګاري شيلډ هم وركړو۔