اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي) د سپريم کورټ بار ايسوسي ايشن آف پاکستان غړو د صدر ميا محمد رٶف عطاء په مشرۍ كښې د هندي يرغل او ډرون دراندازۍ پشمول د اوسنيو سيمه ايزو خلاف ورزو په ضد د سپريم کورټ نه د پارلمان تر ودانۍ احتجاحي لاريون وكړو۔ د سپريم کورټ بار لخوا د جاري اعلاميه له مخې غړو د هند اقدامات غندنه كولو سره دا د نړيوال قانون او د سندھ طاس دوه اړخيزې لوظنامې خلاف ورزي وګرځوله٬ د واك ګډون كوٶنكو وسله والو ځواكونو سره د بشپړه ملاتړ څرګندونه وكړه او د هېواد دفاع لپاره د متحد پاتې كېدو د عزم ئې پخلے وكړو۔ ګډون كوونكو د پارلمان په وړاندې د قوي او مناسب ځواب غوښتنه كولو سره د ملت د حاکميت په ساتنه ټينګار وكړو۔