د پاکستان، نيپال او بھوټان پارلماني فرينډشپ ګروپ د بريفنګ پرانستې غونډه

اسلام آباد۔8مئي (اے پي پي) د پاکستان، نيپال او بھوټان پارلماني فرينډشپ ګروپ د بريفنګ پرانستې غونډه د زيارت په ورځ په پارلمان كښې د ګروپ د کنوينئر ډاکټر مهېش کمار ملاني په مشرۍ كښې شوې۔ په غونده كښې د ګروپ غړو شهزادہ ګستاسپ خان، عثمان باديني، ډاکټر درشن، ډاکټر شازيه ثوبيہ اسلم سومرو، فرح ناز اکبر، نګهت شکيل خان، مسرت رفيق مهيسر او شائسته خان ګډون وكړو۔ په غونده كښې په پاکستان كښې د نيپال هائي کمشنر او په بھوټان كښې د پاکستان سفير (نان ريزيډنټ) سره سره د خارجه او تجارت وزارت لوړ پورو بريفنګ وركړو۔ په بريفنګ كښې د دوه اړخيزه اړيكو په موجوده صورتحال٬ تجارتي روابطو او مذهبي سېلګرۍ كښې د مرستې په ګنجائش په خاص توګه د پاکستان ګندھارا او د بدھ مت په تاريخي ورثه رڼا واچولې شوه۔ د ګروپ کنوينئر ډاکټر مهيش کمار ملاني ووئيل د دريو واړو هېوادونو ترمېنځه تجارتي روابط ٬ جغرافيائي مسئلې، د شپنګ چيلنجز او د نېغ په نېغه فضائي رابطې كمي له امله محدود دي٬ ده نيپال او بھوټان سره د دوه اړخيزه اړيكو د لا قوي كولو په اهميت زور راوړو او د اړوند پارلماني فرينډشپ ګروپس د لارې نېغ په نېغه د پارلماني روابطو جوړولو سفارش وكړو۔ په دې موقع د ګروپ غړو نيپال او بھوټان سره د دوه اړخيزه اړيكو او مرستې ته د ودې وركولو د عزم پخلے وكړو٬ دوي د پاکستان سفارتي مشنز سره د بشپړه مرستې ، د نيپال او بھوټاني پارلمانونو سره په رسمي توګه د روابطو جوړولو٬ د اولس په كچه روابطو٬ كلتوري تبادلو او د پارلماني اشتراك په وده هم اتفاق وكړو۔