د پنجاب ګورنر سردار سليم حيدر سره د سندھ ګورنر کامران ټيسوري وليدل

لاهور 08 مئي (اے پي پي) د پنجاب ګورنر سردار سليم حېدر خان سره په ګورنر هاٶس لاهور كښې د سندھ ګورنر کامران ټيسوري ليدلي دي ٬ د ملاقات په مهال دواړو مشرانو پاك پوځ ته د هند د جارحيت په بشپړ ځواب وركولو پېرزوئنې وړاندې كړې۔ په ملاقات كښې د هند د بريد نه وروستو په رامېنځ ته شوې صورتحال د خيالاتو څرګندونه هم وشوه۔ په دې موقع د خبرو په مهال د پنجاب ګورنر سردار سليم حېدر خان ووئيل د هېواد سالمتيا لپاره ټول سياسي ګوندونه متحد دي۔ د ملاقات په مهال د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔