
پېنډۍ 08 مئي (اے پي پي) د آئي اېس پي آر ډائريکټر جنرل ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري د هند لخوا په 15 ځايونو د ميزائل بريدونو تور بې بنسټه ګرځولو سره وئيلي دي هند خپله ډرامه جوړولو لپاره په امرتسر سيمه كښې ميزائل بريد كړے٬ يو ميزائل پاكستان پلو راغلے كوم چې په ډنګه سيمه كښې شنډ كړے شوے ٬ د ميزائل نوعيت معلومولو لپاره د ميزائل فرانزك كوٶ، پاکستان چې كله د خپلې خوښې د وخت او ځاے تعين وكړي او هند ته ځواب وركړي نو د دغې بيانونو لپاره به د هند ميډيا ضرورت نه وي بلكې نړۍ به وائي چې پاكستان ځواب وركړو٬ دا حق مونږ محفوظ لرو، د مئي په 8مه نيټه د اسرائيلي ساخته 29 ډرونز شنډ كړے شوي ٬ يو ډورن خو تر پوځي تنصيبات رسېدلے چې په نتيجه كښې ئې څلور عسكر ژوبل او ځاے ته په جزوي توګه زيان ورسېد، د هند په بريدونو كښې درې نور وګړي شهيدان٬ په مجموعي توګه 34 كسان شهيدان او 61 ژوبل شوي دي ۔ د زيارت په ورځ نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار سره ميډيا ته د بريفنګ په مهال د آئي اېس پي آر ډي جي ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري ووئيل هند خپله د آدم پور څخه څلور ميزائل فائر كړي چې پكښې په دريو د امرتسر عمومي سيمې په هدف شوي، يوازې يو ټراجيکټائل په انټرنيشنل بارډر راوړېدلے٬ زمونږ وسله وال ځواكونه ويخ دي او د دې ميزائيل ئې مانيټرنګ كولو ٬ كله چې ډنګه سيمې ته دا ميزائل راورسېد نو شنډ كړے شو ٬ مونږ دا مشاهده كوله چې چرته ملبه وغورځېږي هلته زيان ونه شي٬ د دې ملبې فرانزك كوٶ٬ كوم ډول ميزائل دے د دغې فرانزك كوٶ٬ ده ووئيل په دا ډول دريو ميزائلو امرتسر كښې دننه هدف ويشتلے شوے ش او د دې سبب د ټولو په وړاندې دے ځكه چې دوي ډرامه كول غواړي۔ ده ووئيل په هند كښې وئيلي كېږي چې په 15 ځايونو پاكستان هدفونه په نخښه كړي٬ په دې ځېنې پوښتنې شته ٬ هندي واكمن او پوځ په اتلسمه پېړۍ كښې اوسي يا په 21مه پېړۍ كښې٬ كله چې ميزائل راځي نو په ھغې ډيجيټل سګنيچر وي٬ په دې ناسمې قيصۍ نشي جوړېدې٬ كوم ثبوت چې هند د 15 هدفونو د بريد ښودلے ھغه د غنمو زمكې دي ٬ ده ووئېل نه پوهېږو چې هند به كله د فلم او د تھيټر د دنيا نه بهر عملي ژوند ته راځي۔ ده ووئيل په 7 مئي چې هند بريد وكړٶ نو ھغوي ته معلومه وه چې ځواب به هم راځي٬ كه د دوي اېئر ډيفنس دومره ښه وې نو خپلې پنځه جنګي الوتكې به ئې بچ كړې وې۔ ده ووئيل كله چې پاكستان د خپل وخت او ځاے له مخې سټرائيك وكړي نو د دې وئيلو لپاره به هندي ميډيا ته ضرورت نه وي بلكې نړۍ به وائي چې پاكستان سټرائيك وكړو۔د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل كوم څيز چې پاكستان ته راځي په ھغې مونږ نظر ساتو٬ كوچني کراس سيکشن ډرونز دي، كله چې دغه ډرونز د پاکستان حدودو ته راغلل نو دا په خاص طريقه هينډل كړے شول٬ د مناسب وسلې او آلاتو استعمال شوے ځكه چې زمونږ په فضا كښې د بېلا بېلو هېوادونو پروازونه هم وٶ ۔ د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل تر اوسه پاكستان 29 ډرونز شنډ كړي٬ يوازې يو ډرون پوځي تنصيب ته په جزوي توګه زيان رسولے٬ ده ووئيل نننو بريدونو كښې درې كسان مړه او څلور ژوبل شوي دي۔