مريد كښې د هند بريد په نتيجه كښې د شهيد شوي ډاكټر ابو عكاشه خالد د جنازې مونځ ادا كړے شو

فيصل آباد 08 مئي(اې پي پي)مريد كے كښې د هندي بريد په نتيجه كښې د شهيد شوي ډاكټر ابو عكاشه خالد د جنازې مونځ ادا كړے شو۔ د شهيد تعلق د فيصل آباد چك 225 جګاواں څخه ؤ ۔ د جنازې په مونځ كښې ريجنل پوليس افسر ذيشان اصغر٬ډپټي كمشنر كيپټن(ر)نديم ناصر او سټي پوليس افسر(سي پي او)صاحبزاده بلال عمر په خاص توګه ګډون وكړو ۔په دې موقع سياسي او سماجي شخصيات پشمول وګړي په لويه شمېره موجود وو چا چې شهيد ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔شهيد شوے ابو عكاشه ډاكټر خالد د قامي اعزاز سره خاورو ته وسپارلے شو