
اسلام آباد 08 مئي(اې پي پي)د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن سره سينيټر پروېز رشيد د زيارت په ورځ ملاقات كړے او په پاك هند تاؤ تريخوالي يي تفصيلي د خيالاتو څرګندونه كړې ۔وفاقي زير د شپی په تياره كښې د هند لخوا مريد كے كښې په جومات بريد بزدلانه اقدام وګرځولو ده ووئېل پاك پوځ په وخت كاروائي كولو سره بشپړ ځواب وركړے۔ده ښكاره كړه چې كه چرې د هند لخوا كوم شرارت وكړے شو نو پاكستان به داسې ځواب وركړي كوم به چې نړۍ تل ياد ساتي۔وفاقي وزير ووئيل مونږ په خپلو ځواكونو وياړ لرو او زمونږ د امن خواهش دې زمونږ كمزورې ونه ګڼلې شي٬پاكستان د خپلې دفاع حق لري او د خپلو پولو حفاظت به هر صورت باوري كوي۔ده ووئيل په دې سخت وخت كښې ټول قام د پاك پوځ سره ولاړ دے او سياسي او عسكري مشرتابه هم مونږ سره يو موټے دي۔ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې د هند د بزدلانه كاروائي دې نوټس واخلي۔ د ملاقات په مهال د هېواد سلامتيا او دفاع په بېلو اړخونو هم غور وكړے شو۔