قامي اسمبلۍ كښې د هندي بريد په ضد بحث روان دے ٬وسله والو ځواكونو ته بشپړه پيروزئنې٬غړو هند له د مكمل ځواب وركولو غوښتنه وكړه

اسلام آباد 08 مئي(اې پي پي)قامي اسمبلۍ كښې د بېل سياسي ګوندونو غړو د هندي بريد بشپړه غندنه كولو سره وئېلي دي ټول قام يو دے او د خپلو ځواكونو وروستو ولاړ دے٬ د پاكستان وسله والو ځواكونو د هندي جارحيت چې په كوم ډول مقابله كړی هغه د ستائنې وړ ده٬حكومت٬عسكري مشرتابه او سفارتكارو په ټوله نړۍ كښې پاكستان يو ذمه وار رياست په توګه وړاندې كړے ٬غړو د هندي جارحيت د بشپړه ځواب وركولو ملاتړ كولو سره ووئېل د ټول پاكستاني قوم خواهش دے چې د هندي جارحيت بشپړ ځواب وركول پكار دي ۔د زيارت په ورځ هم د پهلګام بريد سره د پاكستان تعلق تړلو د بې بنسټه هڅو او د هند لخوا د سندھ طاس لوظ نامې خلاف ورزي كول ٬ دغه غېر قانوني او په يوه اړخيزه توګه د معطل كولو په اعلان او د پاكستان په بېلو ښارونو د شپی په تياره كښې بزدلانه بريدونو څخه په پیدا شوي صورتحال بحث كښې رياض فتيانه ووئيل دا مهال قومي يووالے او اقتصادي توګه خپل ځان مضبوطول دي٬په سفارتي ډګرهم مونږ له خپلې كاركردګۍ كښې ښه والے راوستل پكار دي۔په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان استازي د ښې كاركردګۍ څرګندونه كړی۔ده ووئيل د پاكستان وسله والو ځواكونو په خاص توګه پاك فضائيه د اوسني هندي جارحيت په ضد د ښې كاركردګۍ څرګندونه كړې په كومه چې مونږ او ټول قام پاك فضائيه ته مباركي وركوي۔ايم اين اے انجم عقيل خان ووئېل كله هم چې په هېواد سخت وخت راغلے قوم د اتفاق او اتحاد مظاهره كړې٬د هند خپل خلك اوس مودي ته ترهه ګر او د امن او پرمختګ دښمن وائي۔زه ټولو وسله والو ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كوم چا چې د دښمن ايماني قوت سره مقابله كړی٬ ده ووئېل هند كله د پلوامه او كله د پهلګام پیښې په وجه د پاكستان په ضد د جارحيت څرګندونه كوي٬مونږ خپل مشرتابه او ايئر چيف ته مباركي وركوو د چا په سبب چې هند په ټوله نړۍ كښې شرمندګي سره مخ شوے۔د پي پي پي سيد حسين طارق ووئېل دين په زبردستۍ د جنګ مسلط كولو په ټول قوت سره د مقابلې كولو اجازه وركړی٬پاكستان د پهلګام پیښې بشپړه غندنه كړې او هند ته په نړيوالو پلټنو كښې يي د مرستې وړاندېز كړے خو هند د پاكستان ذمه واره دريځ او طرز عمل ځواب نه دې وركړے٬هند په خپل طاقت غرور لرلو خو د پاكستان بشپړه دفاعي كاروائي د هغوي غرور خاورې كړو ۔حامد حسين ووئيل د هندي جارحيت په ضد ټول قوم يو دے۔ده ووئيل 7 كلن شهيد ارتضٰی جنازې په مونځ كښې صدر٬وزيراعظم او د پاك پوځ مشر پشمول اعلٰی چارواكو ګډون وكړو او دا پېغام وركړے شو چې مونږ يو يو۔احمد سليم صديقي ووئيل انتهاخوښي هند يو ځل بيا د شپی په تياره كښې بزدلانه بريد كړے د كوم چې پاك پوځ بشپړ ځواب وركړے د٬ پاكستاني قام د قامي يوالي لازواله څرګندونه كړې كومه چې د ستائنې وړ ده٬ ده ووئېل هند په كشمير د غېر قانوني قبضې كوم جواز نه لري٬مودي د كشمير په محاذ بدترينې ماتې سره مخ شوے كومې څخه چې د پام اخوا كولو لپاره هغه د سندھ طاس لوظ نامه په نخښه كړې ۔