
اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ غونډه تر (نن) جمعې ورځې تر سهار د يوولس بجو ځنډولې شوې ده ۔ د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د بېلا بېلو سياسي ګوندونو غړو د پهلګام پېښه پاكستان سره د تړلو بې بنسټه هڅو او د هند لخوا د سندھ طاس لوظنامې خلاف ورزي كولو سره دا تړون په غېر قانوني او يو اړخيزه توګه د معطل كولو د اعلان او د پاكستان په بېلو ښاريو كښې د شپې په تياره كښې بزدلانه بريد څخه په پېدا شوي صورتحال بحث كښې برخه واخسته٬ د دې نه وروستو دوهم سپيکر سيد غلام مصطفيٰ شاه غونډه د جمعې ورځې تر سهار وځنډوله