د خېبر پښتونخوا وزیراعلی د دښمن ناپاک عزائم په ناکامه كولو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

پیښور ۔ 08 مئی (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلی علي امین ګنډاپور د ډرونز په راغورځولو د دښمن ناپاکه عزائم په ناکامه كولو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي ۔ د وزیراعلی هاؤس تر مخه ده ووئېل د دښمن د هر ډول بريد په زړه پورې ځواب وركولو له او د هغوي عزائم خاورې كولو لپاره زمونږ امنيتي ادارې همه وخت چمتو ولړې دي ، د هند فاشسټ حکومت پرله پسې د دوو ورځو نه زمونږ شهري آبادي په نخښه كولو ھڅې كوي ، ده ووئېل د هند دا اقدام ډېر شرمناک، د غندنې وړ او د نړيوال قانون سخته خلاف ورزي ده ، د مودي حکومت دې د پاکستان خلاف د بريد نه ډډه وكړي،ګنې بيا دې زغملو لپاره چمتو اوسي ، ده ووئېل د مودي حکومت دا جارحانه پالیسۍ نه يوازې د منطقې امن لپاره خطر لري بلکې پخپله د هندي اولس ژوند هم خطر سره مخ كوي۔ وزیراعلی ووئېل زمونږ ځواكونه د هند د يرغل د زړه پوري ځواب وركولو پورا صلاحیت لري ، زموڼږ مېړنې وسله وال پوځ په موثره ځوابي کارروائیو دښمن په سپين بېرغ هسك كولو او په ماتې تسليمولو مجبور كړو۔