د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان او د کراچۍ چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري ترمېنځه غونډه

اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي) د صنعت او پېداوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان او د کراچۍ چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري ترمېنځه آنلائن ملاقات شوے٬ د ملاقات مقصد په كراچۍ كښې د صنعتي څانګې په يو شمېر مهمو مسئلو خبرې كول وې چې پكښې د برېښنا وركړه ٬ د اوبو وركړه ، د ګاز په ليوي كښې په اضافه، د ټيکس د وصولۍ مسئلې او د برآمد کوٶنكو مسئلې شاملې وې۔ په ملاقات كښې هارون اختر خان د مسئلو حل لپاره د كمېټو په جوړولو زور راوړو چې پكښې د کراچۍ چيمبر آف کامرس ته مهم كردار وسپارلے شو٬ دا كمېټۍ د وزيراعظم امر له مخې جوړه كړې شوه دغسې چې د ځائي چيمبرز او صنعتکارو مسئلې په ښه ډول حل كړې شي ۔ په دې موقع د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په يو شمېر چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه