
اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار وئيلي دي هند د ترهګرۍ د بنيادي ډھانچې د موجودګۍ په ناسمه بهانه قصداً سول آبادي په نخښه كړې چې په نيتجه كښې ئې بې ګناه نارينه٬ مېرمنې او ماشومان شهيدان شوي كوم چې يو ناوړه او د شرم وړ جرم دے٬ د ملګرو ملتونو د چارټر آرټيکل 51 له مخئ پاکستان د خپلې خوښې په وخت او ځاے د هندي بريد د ځواب وركولو حق محفوظ لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په اسلام آباد كښې مېشته سفيرانو ته په هندي جارحيت د بريفنګ په مهال وكړه ۔نائب وزيراعظم ووئيل دا بريفنګ د 7 مئي په شپه كښئ د هند په بيرد د پاكستان د نقطه نظر نه خبرولو لپاره تابيا شوے۔ ده ووئيل هند په پاكستان او آزاد کشمير كښې يو شمېر بريدونه كړي٬ هند په بريد كولو د پاكستان د خپلواكۍ خلاف ورزي كړې او سيمه ايز امن او استحكام يې خطر كښې اچولے۔ ده ووئيل په سيالکوټ، شکر ګړھ، مريدکے او د بهاولپور پشمول د پاکستان دننه په يو شمېر ځايونو كښې ميزائل٬ فضائي او ډرون بريدونه شوي، په آزاد کشمير كښې کوټلي او مظفرآباد هم ځپلے شوي ۔اسحاق ډار ووئيل هند د ترهګرۍ د بنيادي ډھانچې د موجودګۍ په ناسمه بهانه قصداً سول آبادي په نخښه كړې چې په نيتجه كښې ئې بې ګناه نارينه٬ مېرمنې او ماشومان شهيدان شوي كوم چې يو ناوړه او د شرم وړ جرم دے٬ په دې بريدونو كښې تر اوسه 26 كسان مړه او د 46 ژوبل د كېدو اطلاعات دي۔ نائب وزيراعظم ووئيل هندي بريدونو كښې څو جوماتونه شهيد يا ورته زيان رسېدلے دے۔ ده ووئيل د عبادت په ځايونه بريدونه په خاص توګه د غندې وړ اقدام دے ۔ نائب وزيراعظم ووئيل هندي كارروائۍ څخه فضائي تجارتي ټرافېك ته خطر پیښ دے چې ورسره په دې الوتكو كښې د زرګونو په شمېر د مسافرو ژوند په خطر كښې دے، ځكه چې د هندي بريد په وخت د مسافرو يو شمېر الوتكې په فضا كښې وې٬ ده ووئيل د دې نه علاوه په جلا توګه په آزاد کشمير كښې په نيلم جهلم هائيډرو پاور پروجيکټ بريد د اړوندو نړيوالو كنونشز خلاف ورزي ده ، دا کارروائۍ د سندھ طاس تړون په التوا كښې ساتلو له د هند د پرېكړې او د پاكستان د اوبو د جريان په اړه د جاري بيان بازۍ په تناظر كښې اهميت لري، ده ووئېل پاکستان دا غېر قانوني كارروائۍ د پاكستان د خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت ښكاره سرغړونه ګرځولو سره د دې غندنه كوي۔ ده ووئيل د نړيوال قانون له مخې د هند اقدامات بېخي جنګي كارروائۍ دي۔ ده ووئيل پاك فضائيه د خپلې دفاع په مهال پنځه جنګي الوتكې او يو اے وېز رانسكور كړي۔ ده ووئيل دا ډېره بد مرغي ده چې د هند د لاپرواهۍ په سبب دوه اتومي طاقتونه يوې لوې شخړې ته نزدې شوي٬ بايد د هند جنګي جنون نړۍ لپاره د تشوش سبب وګرځي۔ نائب وزيراعظم ووئيل په سوئيلي آسيا كښې د نړۍ د آبادۍ پنځمه برخه مېشته ده او ھغوي د هند لخوا غېر ذمه واره اقدامات نشي برداشت كولې۔ ده ووئيل د پهلګام بريد په تناظر كښې هندي قيادت يو ځل بيا د ترهګرۍ فرضي داستان كارولو سره سيمه ايز امن په خطر كښې اچولے۔ ده يو ځل بيا د پهلګام پېښه پاكستان سره د تړلو هڅه مسترد كولو سره ووئيل هند د مصدقه ثبوت او معتبر تحقيقات نه غېر د پېښې تور په پاكستان لګولے٬ په 26م اپرېل وزيراعظم شهباز شريف د دې ناوړه پېښې د غېر جانبدار٬ سپېځلو او د آزادانه تحقيقات تجويز وركړے د كوم چې تر نن ورځې هند د دغه تعميري وړاندېز په رسمي توګه هېڅ جواب نه دې راكړے او د دې په ځاے يې د جنګ او يرغل لاره اخستې۔ سينيټر اسحاق ډار ووئيل مونږ د ترهګرو د بنيادي ډھانچې په نخښه كولو د هند بې بنسټه ادعاګانې په واضحه توګه مسترد كوٶ او د پاكستان په خاوره د ترهګرو د كېمپونو په اړه د هند ادعاګانې هم په سختۍ مسترد كوو ، ده ووئېل نړيوالې ميډيا په 6 مئي كال 2025 تش په نامه د “ترهګرو د كېمپونو” د ځايونو دوره كړې او په 7 مئي هم د دې ډول دورو پلان ٶ۔ ده ووئيل په تېرو دوو اوونيو كښې يو شمېر هېوادونو د تحمل نه په كار اخستو زور راوړے، ملګرو ملتونو او د اسلامي مرستې تنظيم غوندې نريوالو نتظيمونو هم په دې لړ كښې مشاورت كړے خو دا ډېره د افسوس خبره ده چې هند دې مطالبات ته پام ونه كړو۔ نائب وزيراعظم ووئيل مونږ په تېرو دوو اوونيو كښې خپل نړيوال شراكتدار د هند د ناوړه عزائمو نه خبرول٬ د هند اقدامات څخه برېښي چې زمونږ اندېښنې سمې وې، وزيراعظم د قامي سلامتيا کميټۍ د غونډې مشري كوي ٬ په غونډه كښې نورو ټولو خبرو سره سره اعلان شوے چې د ملګرو ملتونو د چارټر آرټيکل 51 له مخې د خپلې خوښې په وخت او ځاے به د هند د بريد ځواب وركولو حق محفوظ لرو او مونږ په بشپړ طاقت سره د خپلواكۍ او سالميت دفاع لپاره عزم لرو۔ ده ووئيل بايد نړيواله ورورولي هند د غېر ذمه واره٬ غېر قانوني او جنګي طرز عمل لپاره ځواب وركوٶنكے وګرځوي