د سېنېټ دوهم چيئرمېن سيدال خان په وخت او په جرات سره په كارروائيو كولو پاك پوځ ته پېرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي) د سېنېټ دوهم چيئرمېن سيدال خان په وخت او په جرات سره په كارروائيو كولو پاك پوځ ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د هندي يرغل چې په كومه بهادرۍ او مهارت سره ځواب وركړے شوے په عسكري تاريخ كښې ئې مثال نه ترلاسه كېږي۔ د زيارت په ورځ خپل بيان كښې ده واضحه كړه پاكستان به د خپلې خاورې٬ خپلواكۍ او د سالميت تحفظ لپاره هر ډول ممكن اقدام كوي او د دښمن د هر ډول يرغل به بشپړ ځواب وركولې شي۔ ده هندي واكمنو په خاص توګه مودي سركار ته خبردارے وركولو سره ووئيل بايد پخپلو انتها پسندانه پاليسو نظرثاني وكړئ او په منطقه كښې امن لپاره اقليتونو او ګاٶنډي هېوادونو سره سوله ايزه رويه وساتئ۔ ده ووئيل هند د جارحانه سوچ په سبب په نړيواله كچه شرمندګۍ سره مخ شوے۔ سيدال خان د نړيوالې ورورولۍ لخوا د پاكستان د موقف ملاتړ خوشبينه ګرځولو سره د دې عزم څرګندونه وكړه چې پاكستان به په سباٶن كښې هم په منطقه كښې امن٬ خپلواكۍ او د سالميت تحفظ لپاره خپل كردار لوبوي