د هيواد روانه وضعه نظر كښې نيولو سره د حج پروازونو مانيټرنګ او عازمينو ته ضروري معلومات رسولو له د مذهبي چارو په وزارت كښې كنټرول روم جوړ كړے شو

اسلام آباد۔8مئی (اے پی پی) د هيواد روانه وضعه په نظر كښې نيولو سره د حج پروازونو مانيټرنګ او عازمينو ته ضروري معلومات رسولو له د مذهبي چارو په وزارت كښې كنټرول روم جوړ كړے شو٬ د زيارت په ورځ د مذهبي چارو وزارت لخوا د جاري كړې شوي نوټيفكېشن له مخې دا كنټرول روم به د اسسټنټ ډائرېكټر آئيټي جميل الرحمن په مشرۍ كښې كار كوي او ګرد هېواد څخه به د روان فلائيټ آپرېشن لاندې د حج پروازونو مانيټرنګ كوي۔ سهار 9 بجو څخه د شپې تر 9 بجو به پروګرامور و شفټ انچارج حافظ ماجد ، سپرنټنډنټ اېم اکرم په ترتيب سره په موبائل لمبرو 03334509868 او 03004640184 او د شپې 9 بجو څخه تر سهار 9بجو اسسټنټ ډائرېکټر و شفټ انچارج ملک اسد او ډی سی او کامران شهزاد په ترتيب سره په دې لمبرو 03215365023 او 0300512937 عازمينو ته د هغوي د پروازونو په اړه معلومات وركولو له موجود وي۔ عازمین د كنټرول روم په ټېلېفون لمبر 0519216980 هم رابطه كولې شي۔