تھیلی سیمیا ځپلي كوچنيان زمونږ د ټولنې قيمتي برخه دي: د خيبر پښتونخوا ګورنر

پېښور ۔ 08 مئی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وئيلي دي چې تھیلی سیمیا ځپلي كوچنيان زمونږ د ټولنې قيمتي برخه دي٬ په خېبر پښتونخوا كښې هر كال تھيلي سيميا سره د مخ رنځورانو په شمېره كښی زياتوالې اندېښمن دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د تھيلي سيميا نړيوالې ورځې په موقع خپل پېغام كښې وكړه۔ ګورنر ووئيل چې د تھيلي سيميا رنځ په اړه اولسي شعور بېدارولو او د دې رنځ د خپرېدو مخنيوي له اجتماعي هڅو ته اړتيا ده۔ دا خبره به باوري كول وي چې هر يو كوچنے سوكاله او صحتمند ژوند تېر كړے شي۔ ده ووئيل د تھیلی سیمیا رنځ درملنو ته محدود لاس رسي هم د دے رنځ د خپرېدو لويې سبب دے۔