نوشهرہ ورکاں، په فضائي بريد كښې شهيد شوو كوچنيانو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو له مشالونه روښانه كړې شول

نوشهرہ ورکاں ۔ 08 مئی (اے پی پی) د هند په بزدلانه بريدونو كښې په بهاولپور كښې شهيد شوو بې ګناه كوچنيانو او وګړو ته د عقيدت پېروزئنې وړاندې كولو او پاك پوځ سره د يو والي څرګندونې له د ډپټي كمشنر لخوا په ګجرانواله آفس ٬ د ميونسپل كمېټۍ لخوا په نوشهرہ ورکاں تھانه چوک او ګوجرانواله كښې د زده كړو محكمې او سول سوسائټۍ لخوا مشالونه روښانه كړی شول۔ ډپټی کمشنر نوید احمد په خاص توګه ګډون وكړو۔ د شهيدانو لوړو درجو او د هېواد سلامتيا او استحكام لپاره خصوصي دعاګانې وغوښتلې شوې۔ په نوشهرہ ورکاں كښې د اے سي جواد حسېن پیرزادہ په هدايت د شهيدانو په ياد كښې شمعې بلې كړېشوې او د شهيدانو لوړو درجو او د هېواد سلامتيا له دعا وكړې شوه۔