د ملګرو ملتونو هند او پاكستان ته د صبر او زغم څرګندونې اپيل

ملګري ملتونه ۔8 مئی (اے پی پی) ملګرو ملتونو له نخښتو وروستو هند او پاكستان ته د صبر او زغم څرګندونې اپيل كړے دے۔ ملګرو ملتونو د پاكستان او آزاد كشمير په ځينې برخو كښې د هندي توغنديزو بريدونو په تناظر كښې دواړو هېوادونو ته اپيل كړے چې هغوي دې له داسې اقداماتو څخه ډډه وكړي چې ورسره تاؤ تريخوالې زيات شي۔ په یو اېن هېډ کوارټر كښې يو نيوز بريفنګ كښې د ادارې وياند سټېفنی ټرامبلے د دې خبرې پخلې وكړو چې نړۍ په سوئيلي آسيا كښې د دوه ګاونډي هېوادونو ترمينځه د پوځي تصادم متحمل كېدې نه شي۔ د دې پوښتنې په ځواب كښې چې آيا په هند او پاكستان كښې د لائن آف كنټرول نګراني كوؤنكې د ملګرو ملتونو د مبصر ډلې (یو اېن اېم او جی آئی پی) اهلكار محفوظ دي ٬ ده ووئيل د يو اېن اهلكار محفوظ دي