
اسلام آباد۔8مئی(اے پی پی) پاکستان سپر لیګ 10 كښې (سبا) د جمعې په ورځ 28 م مېچ د لاهور قلندر او پشاور زلمي ترمينځه په راولپنډی کرکټ سټېډیم،راولپنډی كښې كيږي۔ دا مېچ به د شپې 8 بجې پېل كيږي او د فلډ لائټس په رڼا كښې به كولے شي۔ د لاهور قلندرز مشري به نوموړے فاسټ باؤلر شاهين شاه آفريدي كوي۔ په نورو لوبغاړو كښې فخر زمان،حارث رؤف، ثام بلنګز، ټام کیوران ،کوسل پریرا، ډیرل مچل ،آصف علی او سکندر رضا شامل دے۔ لاهور قلندر لوبډله 9 پوائنټس سره په پوائنټس ټېبل په څلورم لمبر ده۔ لاهور قلندرز 9 مېچونه كړي دي په كومو كښې چې يۍ څلور په خپل نوم كړي او په څلورو نورو كښې يۍ ماتې خوړلې ده۔ پشاور زلمې لوبډله به د نوموړي بېټر بابر اعظم په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔ په نورو لوبغاړو كښې صائم ایوب،عبدالصمد، مچل اون ، حارث، اېم علی، ناهید رانا، الزاری جوزف،عارف یعقوب، لیوک ووډ او علی رضا شامل دے۔ پشاور زلمی لوبډلې 8 مېچونه كړي دي او د څلورو په ګټلو او څلورو نورو كښې په ماتې خوړولو يۍ په پوائنټس ټېبل 8 پوائنټس ترلاسه كړي دي۔ د ټورنامنټ فائنل مېچ به د روانې مئي مياشتې په 18 مه نېټه په قذافي سټيډيم٬ لاهور كښې كولے شي۔