
واشنګټن ۔8 مئی(اے پی پی) منځني ختيز لپاره د امريكا خاص استازي سټیو وټکوف په بند كمره غونډه كښې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل ته د غزه جنګ او ايران سره د جوهري مذاكراتو حوالې سره د امريكائي پالېسۍ په اړه بريفنګ وركړو۔ د العربيه له مخې هيله ده چې سټیو وټکوف به په بنيادي توګه د غزه ٬ اسرائيل او امريكا لخوا تجويز كړې د مرستې يوې نوې تګلارې پلو خاص پام وګرځوي۔ د هغه ادعا ده چې دا منصوبه به د فلسطيني عسكريت خوښې ډلې له اجازې پرته د مرستې د بحالۍ اجازه وركړي۔ ملګرو ملتونو او په غزه كښې كار كوؤنكو د مرستې ټولو تنظيمونو دا منصوبه مسترد كولو سره وئيلي چې دا د بنيادي انساني اصولو منافي ده۔ بياهم د صدر ډونلډ ټرمپ انتظاميه دې تګلارې لپاره په هېوادونو د فنډز عطيه كولو او په ملګرو ملتونو دې سره د مرستې كولو زور راوړي۔ سټیو وټکوف د صدر ډونلډ ټرمپ منصب سنبالولو څخه وروستو سلامتي كونسل ته بريفنګ وركوؤنكے اولنے امريكائي چارواكے دے۔