
ریاض ۔8 مئی(اے پی پی) د سعودي عربستان خارجه وزارت په يمن كښې جنګ بندۍ سره اړوند د سلطنت اومان د اعلان هركلي كولو سره دا يو په مهم پېشرفت ګرځولے دے٬ چې مقصد يۍ د نړيوال تجارت او سمندري لارو تحفظ دے۔ د العربيه له مخې خارجه وزارت په خپل بيان كښې وئيلي چې سعودی عربستان يو وارې بيا د يمن مسئلې د سياسي حل بشپړ ملاتړ كوي دغسې چې نه يوازې په يمن بلكې په ټوله منطقه كښې امن او استحكام باوري كړے شي۔