ترانا۔8 مئی(اے پی پی) د انټرنېشنل سائیکلنګ یونین (یو سی آئی) تر اهتمام لاندې د ګیرو ډی اټالیه سائیکل ریس 108 م ایډیشن سبا (د جمعې ورځې) څخه په البانيا كښې پيل كيږي۔ اولني درې پړاؤنه په البانيه كښې له ترسره كېدو څخه وروستو به دا رېس د اطاليه په پلازمينه روم كښې پايې ته ورسي۔ ګیرو ډی اټالیه يو ګرېنډ ټور سائیکلنګ سټېج رېس دے كوم به چې په درې اونيو كښې بشپړ شي۔ د ایونټ 108 م اېډيشن به د روانې مياشتې په 9 مه نېټه پېل كېدو سره د جون په اولنۍ نېټه د اطاليه روم ښار كښې پايې ته ورسي۔ په رېس كښې به 2 انفرادي ټائم ټرائل پړاؤنه وي او دې نه ځانله 200 څخه د زياتو كلوميټرو 3 پړاؤنه به نور وي۔ د رېس كوربتوب به اطاليا كوي۔ په سائیکل رېس كښې به د نړۍ نوموړي سائېکلسټس ګډون كوي۔ دا رېس به په 21پړاؤنو مشتمل وي په كوم كښې به چې سائیکلسټس 3413.3 کلومیټر سفر كوي۔ په دې كښې به 12 ډلې برخه اخلي۔ دا رېس به د مئي 9 مې څخه تر د جون اولنۍ نېټې دوام لري۔ د اېمرټس ډلې سلواکین سائیکلسټ تډیج پوګاچر به په رېس كښې د خپل اعزاز دفاع كوي۔