
ریاض – ۸ مئ (اې پي پي) سعودي عربستنان د اسرائيل خپلو عسكري كارروائيو ته د پراختيا وركولو او په سيمه د بشپړ كنټرول ترلاسه كولو منصوبه په څرګند ډول رد کړې ده۔ د اېس پي اے له مخې د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کښې د اسرائیلي قابض ځواکونو په غزه پټه او فلسطیني سیمو کښې د روانې یرغلګرۍ غندنه كړی او دا يۍ نړیوال بشري قانون څخه ښكاره سرغړونه ګرځولې ده۔ وزارت وویل چې سعودي عرب تر دې دمه په خپل دریځ ټینګ ولاړ دے، چې پکښې په فلسطیني زمکو د اسرائيل د توسع غوښتنې په كله رد كړې شوي دي۔ سعودي عربستان ټینګار وکړ چې اسرائیل دے د نړیوالو قوانینو رعایت وکړي٬ همدارنګه وزارت د نړيوالو قراردادونو او عرب امن اقدام له مخې د فلسطین د مسئلې په اړه د سعودي عربستان د ښكاره دريځ پخلې وكړو په كوم كښې چې كال 1967 څخه د وړاندې پولو سره د يو خپلواكه فلسطيني رياست د كوم پلازمينه چې بېت المقدس وي جوړېدل شامل دي۔