
اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئېلي دي چې پاكستان د هندي جارحيت په زړه پورې ځواب وركړې٬پاك پوځ 15 دقيقو فضائي جنګ كښې د هند پنځه جنګي الوتكې رانسكورې كړي٬پاكستان د خپلې دفاع بشپړه حق لري۔الجزيره ټي وي سره په خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل هند غېر د څه جواز په عام وګړو بريد كړې٬د كوم په ځواب كښې چې پاكستان د هند پنځه جنګي الوتكې رانسكورې كړي۔ده ووئيل هند د پاكستان د سيمه ايزې سلامتيا او خپلواكۍ خلاف ورزي كړې٬د دې نه پس پاك پوځ به د وخت او ځايې تعين په خپله كوي۔د اطلاعاتو وزير ووئيل پاكستان امن خوښې هېواد دے او كله چې خبره د هېواد د دفاع او وقار وي نو مونږ د بشپړه ځواب وركولو صلاحيت لرو۔ده ووئيل مونږ نړۍ ته ښودلې چې پاك پوځ د نړۍ په ښه پوځ كښې شامل دے٬د هندي بريد د جواز په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل چې د هند د اړخه د پهلګام بريد تور په پاكستان لګولې شوې٬حقيقت دا دے چې هند د خپلې ناكامۍ پټولو او د ترهه ګرۍ په ضد د پاكستان پام ګرځولو لپاره دا حربه كړې۔د اطلاعاتو وزير ووئيل چې پاكستان د پهلګام بريد په پلټنو كښې د مرستې وړاندېز كړې خو د هند حكومت په هغې خاموش دے۔ده ووئيل هند د سندھ طاس لوظ نامې خلاف ورزي كولو سره پاكستان د اوبو څخه محروم كولې نه شي٬كه هند د اوبو بندولو يا اړخ بندولو هڅه وكړه نو دا به اعلان جنګ ګڼلې شي او پاكستان به سخت ځواب وركوي۔ده ووئيل د نېشنل سيكورټي كمېټۍ په غونډه كښې واضحه كړې شوې چې په بې ګناه وګړو بريد هر ګز زغملې نه شو۔هند د جواز او ثبوت نه غېر پاكستان بريد كولو سره د نړيوال قوانين خلاف ورزي كړې د دې به ځواب وركولې شي۔پاكستان خپل دفاعي آپشنز محفوظ لري او د خپل اولس او خورې تحفظ لپاره به هر ممكن اقدام كوي۔