هند چې په كومو جنګي الوتكو وياړ كولو د پاك پوځ ځوانانو هغه په يو څو دقيقو كښې رانسكوري كړي: اېم این اے حاجی رسول بخش چانډیو

اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي)د پاکستان پیپلز ګوند (پي پي پي) مرکزی لارښود اېم این اے حاجی رسول بخش چانډیو د پاك پوځ بهادرۍ ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي چې هند چې په كومو جنګي الوتكو وياړ كولو د پاك پوځ ځوانانو هغه په يو څو دقيقو كښې رانسكوري كړي او اوس نړيوالي ميډيا هم د هغې اعتراف کړې دې چې پاکستان د هند الوتكي رانسكوري كړي۔خپل يو بيان كښې د پاكستان پیپلز ګوند مرکزی لارښود اېم این اے حاجی رسول بخش چانډیو ووئيل د پاکستان هر بچے به د هېواد دفاع لپاره د دښمن مقابله كوي،ده ووئيل پاك پوځ د هندي پوځ غرور مات كړې۔اوس به داسې بيا كولو څخه وړاندې سل ځله سوچ كوي ۔ ده ووئيل د پاکستان د امن مذاکرات دې زمونږ كمزوري ونه ګڼلې شي ٬ پاکستان يو ذمه واره هېواد دے۔ده ووئيل كه پاكستان غوښتلي وي نو دې څخه وړاندې په هند د بريد موقعې موجود وي چې پكښې د جعفر ایکسپریس او سمجھوته ایکسپریس او د ترهه ګرۍ په ټولو کارروائیو پاکستان بريد كولې شو۔ده ووئيل هند د نړۍ يواځنې هېواد دے كوم چې د خپلو ادارو د ناكامۍ په وجه په نورو هېوادونو بريد كوي۔ده ووئيل بايد نړۍ دې څخه اندازہ ولګوي چې هند د سيمي او نړغ لپاره څومره خطر جوړ شوې۔ده ووئيل هند په خپلو جنګي الوتكو فخر كولو د پاکستان پوځ هغه پھ يو څو دقيقو كښې رانسكوري كړي او رافیل رائتا جوړه شوي ۔ ده ووئيل اوس نړيواله ميډيا هم دغه حقیقت رپورټ كوي۔هند دې څخه زيات بل څه ثبوت غواړي چې پاکستان د هند الوتكي رانسكوره كړي؟ حاجی رسول بخش چانډیو ووئيل مودی او د هند نور قيادت به تر څو اولس ته دروغ وائي۔