
اسلام آباد 07مئی(اے پی پی) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د اسلامي مرستې تنظيم سېكرټري جنرل حسين ابراهيم طه سره ټېليفوني تماس نيولې۔د شورو په ورځ د خارجه دفتر د اړخه جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار سېكرټري جنرل د هند اوسنو غېر قانوني بريدونو له امله رامخې ته شوې سيمه ايز صورتحال څخه خبر كړو۔ده په دې خبره زور راوړو چې د پاكستان د خپلواكۍ دا خلاف ورزي د يو جنګي اقدام مترادف دے چې په نتيجه كښې يې بې ګناه وګړي شهيدان شوي او سيمه ايز امن او استحكام خطر سره مخ شوې۔جنرل سېكرټري د بې ګناه وګړو په شهادت د غم دړد څرګندونه او د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره دعا وكړه۔ده د باني غړي په حېثيت سره د پاكستان لپاره د او آئي سي د حمايت پخلې وكړو