
اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار د سپین خارجه وزير جوزے مینوئل الباریس سره د شورو په ورځ ټیلیفوني تماس نيولے۔د خارجه دفتر له مخې نائب وزیراعظم د سپين خپل همڅنګ د هند اشتعال انګيز او غیر قانونی جارحیت له امله رامخې ته شوي سيمه ايز صورتحال څخه خبر كړو كوم چې د پاکستان د خپلواكۍ او نړيوال قوانين ښكاره خلاف ورزی ده۔ده د بے ګناه وګړو په ځاني زيان او سيمه ايز امن او تزویراتی استحکام ته د پېښو مضمرات ذکر وکړو۔ده هغه د سلامتيا لپاره د بدل شوي ماحول جاج اخستلو لپاره د پاکستان د قومی سلامتیا کمېټۍ په غونډه كښې د مهم مباحث څخه هم هغه خبر كړو۔خارجه وزير الباریس د وګړو په شوي ځاني زيان ده سره غمرازي كولو كښې ووئيل د سپین حکومت صورتحال په سنجیدګۍ سره مانیټر کوي۔ده د بحران مخنيوي لپاره په خبرو اترو ، تحمل او د سفارت کارۍ په اهميت زور راوړو۔خارجه وزير الباریس د نړيوالي جذبې ترمخه د سپین د اړخه د ګڼ اړخيزه فورمز د لارې د ممکنه مشغولیت او خبرو اترو كښې د سهولت وركولو وړاندېز وركړو۔