
اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار په اسلام آباد كښې مېشته سفیرانو له د 7 مئی په شپه پاکستان او آزاد جموں و کشمیر كښې د هندي بريدونو په اړه بریفنګ وركړو۔د خارجه دفتر له مخې نائب وزیراعظم د هندي جارحیت سخته غندنه وكړه كوم سره چې نه يواځي د پاکستان د خپلواكۍ خلاف ورزی شوې بلکه سيمه ايز امن او استحکام هم خطر سره مخ شوے۔ده ووئيل د هند دا اقدامات د ملګرو ملتونو د چارټر،نړيوال قانون او د ریاستی اړيكو کنټرول کولو اصولو ښكاره خلاف ورزی ده۔ده د ترهه ګرو بنيادي ډھانچې په نخښه كولو د هند بے بنسټه ادعاګاني مسترد کړې ۔ده ووئيل پهلګام بريد سره د پاکستان د تړلو كوم د اعتبار وړ ثبوت نشته۔ نائب وزیراعظم او خارجه وزير ووئيل د هند قيادت يو ځل بيا د ترهه ګرۍ د استعمال د مظلومیت فرضي داستان سهارا اخستي۔ده په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې هند تاؤ ترېښوالي كښې كمي او د تحمل نه د كار اخستلو له د نړيوالي ورورولۍ بيا بيا مطالبې ته پام لرنه نه ده كړې۔ده په نړيوالي ورورولۍ زور راوړو چې هند په دې غیر ذمه واره طرز عمل ځواب وركونكے وګرځوي۔