نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار سره د اټاليه داخله وزير میټیو پیانټیدوسي ملاقات

اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار سره د اټاليه داخله وزير میټیو پیانټیدوسي د شورو په ورځ ملاقات كړے۔د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم د پاكستان او اټلي اړيكو كښې په ښه والي د اطمينان څرګندونه وكړه۔ده ووئيل دواړو هېوادونو ترمينځه د خبرو اترو جوړه كړې ډهانچه باقاعده خبرو اترو لپاره ښه بنياد وركوي۔ده ووئيل تجارت او سرمايه كارۍ٬سيكورټي او تعليم په څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو ته د پراختيا وركولو بې شمېره امكانات موجود دي۔نائب وزيراعظم د خواري كښو موبلټي څانګه كښې د پاكستان اټلي زياتې شوې مرستې ستائنه وكړه او د پاكستان او اټلي ترمينځه مائيګريشن او د ليبر موبلټي مفاهمت نامه يي يو مهم سنګ ميل وګرځولو۔د اټلي داخله وزير پیانټیدوسي د پاكستان اټلي اړيكو مثبت جاج اخستلے او د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې د مرستې زياتولو لپاره يي د اټلي خواهش څرګند كړو ۔نائب وزيراعظم د اټلي وزير د هند اوسنې زياتو شوو اقداماتو نه خبرو كړو او وې وئېل پاكستان د هند د بزدلانه اقدام سخته غندنه كوي كوم چې د ملګرو ملتونو چارټر٬نړيوال قانون او رياستونو ترمينځه د اړيكو د اصولو ښكاره خلاف ورزي ده۔نائب وزيراعظم ووئيل پاكستان د تحمل څرګندونه كړې خو هند د نړيوال قوانين ښكاره خلاف ورزي كولو سره سيمه ايز امن خطرو سره مخ كړے۔ د اټلي داخله وزير یانټیدوسی وړاندې څخه د تاؤ تريخوالي صورتحال كښې په اضافه د تشويش څرګندونه وكړه او پاكستان كښې په بې ګناه ځاني زيان يې د غمرازۍ څرګندونه وكړه ۔ده دواړو څخه د تحمل نه د كار په اخستو زور راوړو۔دواړو۔