د دښمن د بزدلانه بريد په ځواب وركولو وسله والو ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كوو، روایتی جنګ كښې پاکستان خپله بريا ثابت کړې ده۔ د وزیراعظم محمد شهباز شریف قامي اسمبلۍ ته وينا

اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د دښمن د شپي په تياره كښې د بزدلانه بريد په ځواب وركولو وسله والو ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي زمونږ وسله وال ځواكونه د كوك هم جارحیت په زړه پوري ځواب وركولو لپاره چمتو ولاړ وؤ، د پاك فضائیه ځوانانو د هند غرور خاورې كړے،روایتی جنګ كښې پاکستان خپله بريا ثابت کړې،ټول سياسي ګوندونه دې پاکستان عظیم تر جوړولو له د اتحاد او اتفاق څرګندونه وكړي او د هېواد لپاره مونږ ټول يو يوو۔د شورو په ورځ قامی اسمبلۍ كښې وزیراعظم ووئيل تيره شپه د هند په بزدلانه بريد كښې ځيني ماشومان،ميرمني او نارينه شهيدان شوي،د هغه ټولو شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كوو۔وزیراعظم ووئيل په 22 اپریل د هند په ناجائزه قبضه كړي کشمیر كښې په پهلګام كښې د افسوس وړ پېښه شويې،د هغه پېښي نه پس په سمدستي توګه اېف آئی آر درج شوے او غير د كوم ثبوت نه میډیا او حکومت په پاکستان تورونه لګول پېل شوي۔ده ووئيل دې څخه څه موده وړاندې په بلوچستان كښې ترهه ګرو جعفر ایکسپریس هائي جيك كړے ؤ چې پكښې د بی ایل اے سره ټي ټي پي هم شامل ؤ او د هغوي ګټ جوړ د هند سره ؤ د كوم چې نه رد كېدونكے ثبوت شتهاو په دغه پېښه كښې ګن شمير كسان شهيدان شوي۔ ده ووئېل زمونږ اېس اېس جی ځوانانو په بهادرۍ سره ترهه ګر وژلي او نيولې وو او كسان يې راخوشي كړي وؤ خو د هند د اړخه د پېښي غندنه هم نه ده شوې او د نړۍ په وړاندې ئې هغې پورې ټوقې كړي،۔ده ووئيل د پهلګام پېښي نه پس نړيوالو لارښودو سره خبره شوې،مونږ واضحه كړې چې پاكستان د پېښي سره هيڅ تعلق نه لري،بيا هم مونږ د سپيځلو پلټنو لپاره د نړيوال انکوائری کمېشن جوړولو پیشکش کړے خو د هغې ځواب نه دې راكړے شوے۔وزیراعظم ووئيل مونږ ته به هره ورځ اطلاعات ترلاسه كيدل چې د هند د اړخه د دغه بريد په بنياد څه وخت هم جارحیت کېدې شي، د پاكستان پوځ 24 ساعته چمتو ؤ چې دښمن به الوتكه پورته كوي او مونږ به هغوي ته سبق ښايو۔ ده ووئېل هند په خپل رافیل ډېر فخر كولو،څه ورځي وړاندې چې د هغوي الوتكي پرواز وكړو نو زمونږ د فضائیه ځوانانو د هغوي کمیونیکشن لاك كړو،هغه الوتكه په سمدستي توګه بيرته په سري نګر كوزه شوه،دغه زمونږ د پوځ د تیارۍ او عزم څرګندونه وه۔ده ووئيل مونږ د هند د ناوړه عزائم د وخت وخت خبر لرلو،تيره شپه په مكمل تيارۍ هند د 80 الوتكو سره د آزاد کشمیر په دوه ښارونو، مریدکے،بهاولپور او سیالکوټ بريد كړے، د پاکستان عقاب په بشپړه توګه چمتو ولاړ وو،زمونږ الوتكو پوله نه ده عبور كړي او كومو الوتكو چې بريد كړے په هغوي ئې بيرته بريد كولو سره د هند 5 الوتكي او دوه ډرون رانسكور كړي۔ده ووئيل دې څخه نور لويې عزت د پاكستان اولس ته نه شو ترلاسه كيدے، د لويې څښتن شكر كوو چا به چې دا وئيل چې پاكستان په روایتی جنګ كښې شاته دے،د هغوي ټولي تجزیي غلطي ثابتې شوې، د پاکستان پوځ فولادی پوځ دے،د دې په وجه پاکستان ته په نړۍ كښې تکریم ترلاسه دے۔ده ووئيل اسلام آباد كښې د يو شهيد جنازه ده چې پكښې صدر مملکت او سرلښكر سره به ګډون كوم دغسې چې د شهيد كورنۍ او نړۍ ته دا پیغام وركړے شي چې شهيد د خپل ځان قربانغ په وركولو خپل بچي یتیمان كولو سره د قام بچي د یتیم كيدو څخه وساتل او د پولو حفاظت ئې وكړو ،هغه د قام اتل دے۔ ده ووئيل تيره ورځ په پېښه لويې څښتن پاکستان له عظیمه بيرا وركړې۔ده د اپوزیشن پشمول ایوان ته خواست وكړو چې راځئ د هېواد لپاره يو موټے شو،دې څخه بله ښه موقع كومه بله نه شي كيدې،زه د سپيكر چیمبر كښې هغوي سره ملاقات له چمتو يم، پاکستان عظیم قام جوړولو له دا موقع ده۔ وزیراعظم ووئيل د پاك پوځ په وجه نن پاکستان سر ب هسك دے۔ده تجویز وركړو چې په دې ښه ځواب وركولو جوائنټ چیفس آف سټاف چیئرمېن ، سرلښكر ،پاك فضائیه او د بحریه مشرانو او ځوانانو لپاره بايد د پيرزوئنې قرارداد منظور کړے شي۔