
اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) د سمندري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري په پاكستان د هند بزدلانه او د شپې په تياره كښې د شوي بريد غندنه كړې ده٬ د پاكستان وسله والو ځواكونو دښمن له بشپړ ځواب وركړے٬ دښمن ته زمونږ د مړانې او حوصلې اندازه نه وه۔ ده ووئيل هند په منطقه كښې پرله پسې امن له مينځه وړي خو د پاكستان قام يو دے او د هر ډول يرغل په ځواب وركولو پوهېږي۔ ده ووئيل هند ته به اوس اندازه شوې وي چې پاكستان اسان هدف نه دے ٬ پاك پوځ د قام وياړ دے او ټول قام لكه د غر پاك پوځ سره اوږه په اوږه ولاړ دے