مونږ د هندي جارحيت اندیښنه لرله ٬ هند د عامو وګړو آبادۍ په نخښه كړي٬ كوم ځايونه چې هدف ګرځولې شوي هغه د ترهګرۍ كميپونه نه وو: عطاﺀ تارړ

اسلام آباد۔7مئی (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي مونږ اندېښنه لرله چې هند به جارحيت وكړي٬ عام وګړي يۍ په نخښه كړي ٬ كوم ځايونه چې په نخښه كړے شوي هغه د ترهګرۍ كمېپونه نه وو۔ وفاقي وزير د رسنيو نړيوالو ادارو”بی بی سی”، “سکائی نیوز” او “ټی آر ټی ورلډ” سره خبرې كولې۔ د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل هند د پاكستان په پنځو بېلو ځايونو بريد كړے چې په نتيجه كښې يۍ مېرمنې او ماشومان شهيدان شول۔ ده ووئيل بهرنيو او ځائي خبريالانو له دوه ورځې وړاندې لائن آف كنټرول ته نزدې د هغه ټولو سيمو د دورې موقع وركړې شوې د كومو په اړه چې د هند د دروغو ادعا وه چې دغلته د ترهګرو كېمپونه موجود دي۔ عطاء تارړ دا خبره په ډاګه كړه چې هند په پهلګام پېښه كښې د پاكستان د ككړېدو هېڅ شواهد نه لري۔ دا سيمه لائن آف كنټرول څخه 200 كلوميټره لرې ده او دا پېښه د هندي امنيتي ځواكونو ناكامي ده۔ وفاقی وزیر ووئيل پاكستان د ترهګرۍ په ضد د فرنټ لائن سټېټ دے او په خپله هم د ترهګرۍ ښكار پاتے شوے ۔ مونږ 90 زره څخه د زياتو ځانونو قرباني وركړې ده۔ ده ووئيل هند پخپله د ترهګرۍ په فعاليتونو كښې ككړ پاتې شوے٬ د جعفر اېکسپرېس په څير پېښو څخه وروستو هم هند غندنه نه ده كړې۔ هند په امريكا ٬ كاناډا او آسټريليا كښې د سكھانو په وژنه كښې ككړ دے۔ مونږ د هند په ترهګرۍ كښې د ككړېدو كوټلي ثبوتونه لرؤ په كومو كښې چې د كلبھوشن ياديو كېس تر ټولو ښكاره دے۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان دې كمتر ونه ګڼلے شي۔ پاكستان به د هندي يرغل بشپړ ځواب كوي۔ ده ووئيل پاكستان د پلهګار پېښې د سپېځلو او بې پرې پلټنيو ژراندېز هم كړے۔ وفاقی وزیر په دې خبره زور راوړو چې پاكستان كله هم جارحيت كښې لومړېتوب نه دے كړے خو د خپلې دفاع څخه به هېڅكله شاته نه شي