پاكستان به د هندي جارحيت بشپړ او په زړه پورې ځواب وركوي: صدر مملكت آصف علي زدراري

اسلام آباد۔7مئی (اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د هند لخوا د پولې پورې غاړې څخه د شهري آبادۍ په نخښه كولو او د پاكستان په ضد د جارحيت سخته غندنه كولو سره وئيلي دي پاكستان به د هندي جارحيت بشپړ او په زړه پورې ځواب وركوي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت ووئيل د هندي پارونكې كارروايۍ ځواب به په بشپړ قوت او د پاكستان د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا تحفظ له په نه كمزورې كېدونكي عزم سره كولې شي۔ ده ووئيل د عامو وګړو سيمې په نخښه كول او بې درېغه هندي بريدونه د نړيوال قانون ٬ د ملګرو ملتونو د چارټر او د پاكستان د خپلواكۍ ښكاره خلاف ورزي ده۔ صدر مملکت آصف علي زرداری ووئيل پاكستانے قام د خپل مېړني پوځ سره اوږه ولاړ دے۔ ده ووئيل د هند بزدلانه اقدامات د يو فاشسټ حكومت اصل څېره رامخې ته كړې ده۔