
اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) د قامي سلامتيا کمېټۍ د هند بې دليله٬ بزدلانه او غير قانوني جنګي اقدام د پاکستان د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا نه ښكاره سرغړونه ګرځولو سره د دې عزم پخلے كړے چې پاكستان په خپله دفاع كښې د بې ګناه وګړو د شهادت او د هېواد د خپلواكۍ د ښكاره خلاف ورزۍ بدل اخستو لپاره د خپلې خوښې د وخت٬ مقام او په انداز د ځواب وركولو حق محفوظ لري٬ د پاكستان وسله والو ځواكونو د هندي يرغل په ضد د خپل سيمه ايز سالميت په كلكه دفاع كړې ٬ قام د هر ډول يرغل د مقابلې عزم لري ٬ نړيواله ورورولي دې هند د بې دليله ٬ غېر قانوني اقدامات د سنګينۍ ادراك كولو سره هند د نړيوالو اصولو او قوانين په ښكاره خلاف ورزۍ ځواب وركونكے وګرځوي٬ پاکستان د وقار او عزت سره امن لپاره عزم لري خو كله به هم د خپلواكۍ او سلامتيا د خلاف ورزۍ اجازه ورنه كړي٬ د قامي سلامتيا کمېټۍ (اېن اېس سي) غونډه د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې وشوه٬ په غونډه كښې د هندي يرغل په نتيجه كښې د شهيدو شوو بې ګناه وګړو بخښنې لپاره لاس نيوه وشوه٬ د شهيدانو كورنيو سره غمرازي او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره هم دعا وشوه۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د قامي سلامتيا كمېټۍ د هند د بې دليله ٬ بزدلانه او د جنګ غېر قانوني اقدام څخه په رامېنځ ته شوې سنګين صورتحال غور وكړو٬ بيان كښې ووئيل شول په 6/7 مئي كال 2025 د شپې په تياره كښې د هند وسله والو ځواكونو د پاكستان په خپلواكه زمكه دننه يو شمېر ځايونو كښې جامع ميزائل٬ فضائي او ډرون بريدونه كړي٬ چې پكښې په پنجاب كښې سيالکوټ، شکر ګړھ، مريدکے او بهاولپور، آزاد کشمير كښې کوټلي او مظفر آباد شامل دي ٬ د بلا اشتعال او د جواز نه غېر بريدونو كښې د ترهګرۍ خيالي كېمپونو د موجودګۍ ناسمه بهانه په جوړولو قصداً سول آبادي په نخښه كړې شوې چې په نتيجه كښې ئې بې ګناه نارينه٬ زنانه او كوچنيان شهيدان شوي او د جوماتونو پشمول شهري انفراسټرکچر ته زيان رسېدلے٬ د هند دې جارحانه عمل څخه د وروڼو خليجي هېوادونو سره تعلق لرونكې کمرشل ايئر لائنز ته هم سخت خطر ورمخئ ته شو، چې پكښې په الوتكه كښې موجود د زرګونو په شمېر د مسافرو ژوند خطر سره مخ شوے٫ دغسې د نيلم جهلم هائيډرو پاور پراجيکټ د نړيوال کنونشنز څخه په سرغړونه كولو په قصداً په نخښه كړے شوے ۔ د قامي سلامتيا کميټۍ په واضحه توګه د دې غېر قانوني كارروائيو كومې چې د نړيوال قانون له مخې د ښكاره جنګي كارروائيو په زمره كښې راځي٬ د پاكستان د خپلواكۍ او د سيمه ايزې سلامتيا خلاف ورزي ګرځولو سره د دې غندنه كړې ده٬ د بيان تر مخه د هندي پوځ لخوا د بې ګناه مېرمنو او ماشومانو پشمول عام وګري په نخښه كول يو ناوړه او شرمناك جرم دے كوم چې د بشري اقدارو او اصولو او د نړيوال قوانين منافي دے۔ په بيان كښې ووئيل شول پاکستان پخپله خاوره د ترهګرو د كېمپونو د ادعاګانو په اړه هندي تورونه په سختۍ سره مسترد كړي ٬ دا دې هم ياد وي چې د 22م اپرېل 2025 نه سمدستي وروستو پاکستان د باور وړ، سپېځلو او د بې پرې تحقيقات مخلصانه وړاندېز كړے كوم چې له بده مرغه قبول نه كړو٬ د نړيوالې ميډيا نمائندګانو د مئي په 6مه نيټه كال 2025 كښې د ترهګرۍ د دې خيالي كېمپونو دوره كړې وه او د مئي په 7مه نيټه د نورو ځايونو دورې كول وو خو خپل دروغ د بې نقابه كېدو اندېښنې له مخې او د خپلو ادعاګانو په اړه د ثبوت نه غېر د هر ډول اخلاقيات نه نابلده د هند قيادت د مكر خيالات چې په تنګ نظرۍ اډانه دي د سياسي مقاصدو تسكين لپاره په بې ګناه وګړو د بريد تر حده لاړو ٬ پاکستان لپاره پخپلو بې ګناه وګړو بريد د برداشت نه بهر او د نه قبلېدو وړ دے٬ هند يو ځل بيا د هوش نه غېر په منطقه كښې اور لګولے ٬ د كوم د نتيجو ذمه واري چې به د هند وي۔ بيان له مخئ د پاكستان وسله والو ځواكونو په 22 اپرېل كال 2025 د اېن اېس سي لخوا د جاري بيان له مخې د دفاع حق او د ردعمل فرېم ورك له مخئ د هندي جارحيت په ضد د آزاد جمو و کشمير پشمول د پاکستان د سيمه ايز سالميت په پرعزم ډول دفاع كولو سره د هند پنځه جنګي الوتكې او”يو اے ويز” رانسكور كړې ۔ په بيان كښې وئيل شول د ملګرو ملتونو د منشور آرټيکل 51 له مخې پاکستان پخپله دفاع كښې د خپلو بې ګناه وګړو او د خپلې خودمختيارۍ د ښكاره خلاف ورزۍ بدل اغستو لپاره د خپلې خوښې د وخت٬ مقام او انداز كښې د ځواب وركولو حق محفوظ لري٬ د پاکستان وسله وال ځواكونو له په دې لړ كښې برابر اقدامات لپاره په رسمي توګه اختيار وركړے شوے۔ بيان كښې ووئيل شول د هند په جارحيت سخت غمژن د پاكستان تول قام د وسله والو ځواكونو په زړورتيا٬ مړانه او د مورني هېواد دفاع لپاره په وخت د كارووائۍ زياته ستائنه كوې٬ قام د هر ډول نور جارحيت مقابلې لپاره پرعزم او چمتو دے۔ د قامي سلامتيا كمېټۍ (اېن اېس سي) نړيوالې ورورولۍ څخه مطالبه وكړه چې ھغوي دې د هند د بې دليله غېر قانوني اقداماتو د سنګينۍ احساس كولو سره هند د نړيوال قوانين او اصولو په ښكاره خلاف ورزۍ ځواب وركوونكے وګرځوي۔ په بيان كښې ووئيل شول پاکستان د عزت او وقار سره امن لپاره مسلسل عزم لري او پخلے كوي چې پاكستان به كله هم د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا د هر ډول خلاف ورزۍ اجازه ورنه كړي او نه به د وياړ وړ خپل اولس كوم زيان رسېدو له وركړي