
کوئټه۔ 07 مئی (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخېل په پاكستان او آزاد كشمير كښې په تش لاسې وګړو د هند د بې درېغه بريدونو په سختو ټكو غندنه كولو سره دا د ټولو نړيوالو قوانين خلاف ورزي ګرځولې ده۔ ده په سيمه كښې د اوږدې مودې امن په حاجت زور راوړو او په هر يو نړيوال فورم يۍ د هندي جارحيت په ضد د غږ پورته كولو عزم څرګند كړو۔ ګورنر مندوخېل ووئيل د بې ګناه وګړو او د هغوي د املاكو هدف ګرځول د هند جارحيت نړۍ ته ښكاره شوے۔ ده خبردارے وركړو چې د هند لخوا په سوېلين آبادۍ د توغندو بريدونه په منطقه كښې امن او سلامتيا خطر سره مخ كوي۔ ګورنر مندوخېل ووئيل پاكستان به د خپلې خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا كله هم سودا نه كوي۔ ده زياته كړه چې پاكستان په فوري توګه نړيوالې ورورولۍ څخه د دې جارحيت د نوټس اخستو غږ كړے دے