
کوئټه۔ 07 مئی (اے پی پی) د پاكستان پيپلز پارټي مركزي لارښود او د بلوچستان پخواني اعلی وزير نواب ثناء اے زهری وئيلي دي پاك پوځ د هند د بزدلانه بريد په زړه پوري ځواب وركولو سره ټول قام يو كړے دے٬ د هندي الوتكو په نسكورولو پاك پوځ ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوو۔ هندي پوځ د شپې تياره يو غنيمت ګڼلو سره بې ګناه وګړي په نخښه كړل۔ د شورو په ورځ نواب ثناﺀ اے زهري ووئيل د هند لخوا دا ايئر اسټرائيك نه بلكې بزدلانه بريد دے۔ د هند لخوا تر ټولو وړاندې يو جومات په نخښه كړے شو او دا يو د افسوس وړ عمل دے۔ پخواني وزیر اعلیٰ د 26 بې ګناہ وګړو په شهادت د افسوس څرګندونه كولو سره ووئيل د هند په ضد قام يو دے او د هېواد د سلامتيا به كومه سودا ونه كړې شي