هند د سپين بېرغ په هسك كولو خپله ماتې تسليم كړه۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ

اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي هند د پاکستان دننه په بريد كولو د بزدلۍ څرګندونه كړې٬ د پاکستان د موثره او پرېکنده ځواب نه وروستو هند په کنټرول لائن د سپین بیرغ په هسك كولو خپله ماتې منلې ده٬ هند تل د پلټنو نه تېښته كړې٬ نن هم بريد له راغلو بيا وتښتېدو۔ د شورو په ورِځ ميډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل هند په توره شپه كښې بې ګناه وګړي٬ مېرمنې٬ كوچنيان او جوماتونه په نښه كړي كومه چې د جنګي اخلاقيات څخه ښكاره سرغړونه ده۔ ده ووئيل پاکستان د هندي يرغل نه څو چنده زيات ځواب وركړے٬ د دښمن پنځه جنګي الوتكې نسكورې كړې شوي او يو ډرون هم په نښه كړے شوے دغسې په لائن اف كنټرول د هند يو شمېر پوستې هم وېجاړې كړې شوي۔ عطاء تارړ ووئيل نن د هند ميډيا هم خپله ماتې تسليمولو سره د نسكورو شوو جنګي الوتكو ملبه ښودلې٬ زمونږ ځواكونو د دښمن په حدود كښې دننه كاروائي كړې۔ وفاقي وزير ووئيل زمونږ مېړني پوځيانو په مړانه د صورتحال مقابله كړې ٬ د پاكستان ټول قام خپل بهادر پوځ سره ولاړ دے۔ وفاقي وزير عطاء تارړ ووئيل وزيراعظم نن د قامي سلامتيا كميټۍ غونډه رابللې ده چې پكښې به د اوسنۍ وضعې په غور جاج اخستلے شي۔ ده ووئيل پاکستان د پهلګام په پېښه د تحقيقات ووئيل خو ولې هند د دې نه هم وتښتېدو٬ نن د بريد نه وروستو هم ھغسې وتښتېدو، پاکستان نن هند ته كره ځواب وركړو او هند په سپېن بېرغ هسك كولو مجبور شو۔ وفاقي وزير د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل د هند ميډيا پخپله اعتراف كوي چې جنګي الوتكې رانسكورې كړې شوي٬ د زيان نور تفصيلات به ډېر زر رامېنځ ته شي۔ ده ووئيل د پاکستان وسله والو ځواكونو يوازې جنګي هدفونه په نښه كړي٬ سول آبادي ئې نه ده په نښه كړې ځكه چې زمونږ وسله وال ځواكونه د وظيفائي اصولو په بشپړه توګه پابند دي۔ عطاء تارړ ووئيل د جنګ هم آداب وي٬ كه دښمن وي نو هم كم ظرفي پكار نه ده چې بې ګناه وګړي په نښه كړې شي۔ وفاقي وزير ووئيل نن د خبريالانو يو پلاوې مريدکے او بهاولپور ته د بوتللو منصوبه وه دغسې چې نړيوالې ميډيا ته وښودلې شي چې په دغه سيمو كښې د هر ډول ترهګرو كمېپ نشته۔ ده واضحه كړه چې پاکستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د فرنټ لائن سټېټ دے چا چې د 90 زره نه زياتې قربانۍ وركړي٬ هند خپله په ترهګرۍ كښې ملوث دے٬ هند په امريکا، آسټراليا او كاناډا كښې د سكهانو په قتلولو كښې ملوث پاتې شوے او د کلبھوشن ياديو غوندې ترهګر په پاكستان كښې نيولے شوے څوك چې په تخريبي هلو ځلو كښې ملوث ٶ۔ ده ووئيل هند نه دليل لري او نه ثبوت او د پهلګام پېښه كښې اېف آئي آر د پېښې نه څو دقيقې وروسته درج كړے شوے او پوليس يو نيم ساعت وروستو د پېښې ځاے ته رسېدلے۔ وفاقي وزير عطاء تارړ ووئيل ټول قام نن د پاكستان خپلو وسله والو ځواكونو سره ولاړ دے٬ مونږ د نړيوالې ميډيا په وړاندې په واضحه توګه د پاكستان موقف وړاندې كړے خو د هند بيانيه چرته هم په نظر رانغله۔ ده ووئيل هند په بدنيتۍ راغلے ٶ خو چې د پاكستان زمري ورته ورمخې ته شول نو هغوي وتښتېدل او نن ھغوي په سپين بېرغ هسك كولو مجبور شوي دي