د پاكستان ځواب نه وروستو هندي پوځ په ليپه سېكټر كښې په وانجل فارورډ پوسټ هم سپېن بېرغ هسك كړو۔ امنيتي ذريعي

پېنډۍ07 مئي (اے پي پي) د هند بزدلانه بريدونو نه وروستو د پاكستان په بشپړ او رسا ځواب هندي پوځ په ليپه سيكټر كښې په وانجل فارورډ پوسته هم سپين بېرغ هسك كړے٬ د امنيتي ذريعو له مخې د پاك پوځ لخوا په لائن آف كنټرول دښمن ته د زيان رسولو لړۍ روانه ده٬ د دې نه وړاندې په چوراكمپليكس پوست او چكوټھي سيكټر كښې هندي پوځ سپين بېرغ هسك كړے ٶ٬ د جنګ په مهال د سپين بېرغ هسك كولو مطلب ماتې منل دي٬ د هندي پوځ د بزدلانه كارروائو پاك پوځ موثر او بشپړ ځواب وركوي٬ د پاكستان لخوا د ځوابي كارروائۍ په نتيجه كښې د هند پوځ يرې سره مخ شوے دے