
اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) د سائبر كرائمز مخنيوي قامي ادارې(اېن سي سي آئي اے) له مخې مهم سائبر سيكيورټي الرټ جاري كولو سره اولس ته خبردار وركړے چې د موجوده پاك هند تاٶ تريخوالي په تناظر كښې دښمنان د ناسمه خبرونو٬ ناسمو معلوماتو او د هيك شوو موادو د لارې په اولس كښې د ېرې ترخې خپرولو هڅې كولې شي٬ د ادارې له مخې اولس دې د ناسمه خبرونو او ډنډورې ،د هېك شوو موادو او د ګمراه كوٶنكو معلوماتو٬ د سائبر بريدونو او د فشنګ لنكس د لارې د فراډ د هلو ځلو په اړه بېدار پاتې شي٬ په الرټ كښې وئيلي شوي اولس دې يوازې مصدقه او سركاري ذرائعو څخه ترلاسه معلومات شېئر كوي٬ د داسې پوسټونو نه ډډه وكړې كوم چې په كركه٬ يره يا په غېر تصديق شوي پوځي اطلاعات اډانه وي٬ اشتعال انګيز مواد او مشكوك غېر ملكي اكاؤنټس نه ځان اوساتۍ٬ اولس ته وئيلي شوي چې په سوشل ميډيا اكاؤنټس ټو فيكټر آتھنټيكيشن (2FA) فعاله كړئ٬ جعلي پروفائلز، بوټ سرګرمۍ او د ګمره كوٶنكو معلومات اطلاع وركړئ٬ اولس ته وئيلي شوي چې د ناسمه موادو يا د مشكوك هلو ځلو اطلاع وركولو لپاره په 1799 تماس اونيسئ يا په report@nccia.gov.pk اي ميل وكړئ