
پېنډۍ 07 مئي (اے پي پي) هند د بزدلانه بريد په مهال د پاكستان د آبي پانګو په ضد د جارحيت مظاهره كولو سره په نيلم جهلم هائيډرو پروجيكټ ګوله باري كړې٬ د هند لخوا په آبي پانګو بريد كول د نړيوال قوانينو څخه سرغړونه ده۔ د سكيورټي ذرائع له مخې د هند لخوا په دريائے نيلم د نوسيري ډيم انټيك سټركچر تېره شپه دوه بجے په نښه كړے شوے٬ د هندي ګوله بارۍ څخه په ډي سينډرز يونټ كښې انټيك ګيټس ته زيان رسېدلے٬ د هائيډرالك سسټم يو هائيډرالك پروټيكشن يونټ هم په نښه كړے شوے٬په بريد كښې يو ايمبولينس ته هم زيان رسېدلے٬ د آبي ذخائر په ډول حساس ځايونه په نښه كول د نړيوال اصولو ښكاره خلاف ورزي ده