لاهور او په کراچۍ كښې آپريشنل پابندو څخه متاثره فضائي حدود پرانستل شول۔ د پاكستان ايئرپورټ اتھارټي وياند

اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) د پاکستان ايئرپورټ اتھارټي وياند وئيلي دي چې د لاهور او کراچۍ فضائي حدود پرانستل شول٬ د شورو په ورځ وياند خپل بيان كښې ووئيل چې په دواړو ښاريو كښې د آپريشنل پابندو له امله ځپلې شوې فضائي حدود اوس دستياب دي كوم چې 48 ساعتونو لپاره په عارضي توګه بند كړې شوي وو خو د سيمه ايز صورتحال له مخئ مسافرو ته سلا وركوٶ چې ھغوي دې خپل اړوند ايئرلائنز سره په نزدې تماس كښې وسي