![attaullah-tarar[1]](https://pashto.app.com.pk/pashto/wp-content/uploads/2025/04/attaullah-tarar1-696x391.jpeg)
اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ ووئيل چې هند د پاکستان دننه بريد كولو سره د بزدلۍ څرګندونه كړې٬ د پاکستان د موثره او پرېکنده ځواب نه وروسته هند د کنټرول په پوله د سپین بیرغ په هسك كولو سره خپله ماتې منلے٬ هند تل د پلټنو نه تيښته كړې٬ نن هم بريد كولو له راغلو بيا وتښتېدو۔ د شورو په ورِځ ميډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل هند په توره شپه كښې بې ګناه وګړي٬ مېرمنې٬ كوچنيان او جوماتونه په نښه كړي كومه چې د جنګي اخلاقياتو څخه ښكاره سرغړونه ده۔ ده ووئيل پاکستان د هندي يرغل نه څو چنده زيات ځواب وركړې٬ د دښمن پنځه جنګي الوتكې نسكورې كړې شي او يو ډرون هم په نښه كړې شوې دغسې په لائن اف كنټرول د هند يو شمېر پوستې هم وېجاړې كړې شوي دي۔ عطاء تارړ ووئيل نن هندي ميډيا هم خپل ماتې منلو سره د نسكورې شويو جنګي الوتكو ملبه ښودلې٬ زمونږ ځواكونو د دښمن په حدودو كښې دننه كاروائي كړې۔ وفاقي وزير ووئيل زمونږ مېړني پوځي په مړانه د صورتحال مقابله كړے ده٬ د پاكستان ټول قام خپل بهادر پوځ سره ولاړ دے۔ عطاء تارړ ووئيل وزيراعظم نن د قامي سلامتيا كميټۍ غونډه رابللے ده چې پكښې به د اوسنۍ وضعې په غور جاج اخستلے شي۔ ده ووئيل پاکستان د پهلګام په پېښه د تحقيقاتو ووئيل خو ولې هند د دې نه هم وتښتېدو٬ نن د بريد نه وروسته هم ھغسې وتښتېدو، پاکستان نن هند ته كرا ځواب وركړو او هند په سپېن بېرغ هسك كولو مجبور شو۔ وفاقي وزير د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل هندي ميډيا خپله اعتراف كوي چې جنګي الوتكې ئې رانسكورې كړې شوې دي٬ د زيان نور تفصيلات به ډېر زر رامېنځ ته شي۔ ده ووئيل د پاکستان وسله والو ځواكونو يوازې جنګي هدفونه په نښه كړي٬ سول آبادي ئې نه ده په نښه كړې ځكه چې زمونږ وسله وال ځواكونه د وظيفائي اصولو په بشپړه توګه پابند دي۔ عطاء تارړ ووئيل د جنګ هم آداب وي٬ كه دښمن وي نو هم كم ظرفي پكار نه ده چې بې ګناه وګړي دې په نښه كړې شي۔ وفاقي وزير ووئيل نن د خبريالانو يو پلاوې مريدکے او بهاولپور ته د بوتللو منصوبه وه دغسې چې نړيوالې ميډيا ته وښودلې شي چې په دغه سيمو كښې د هر ډول ترهګرو كمېپ نشته۔ ده واضح كړه چې پاکستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د فرنټ لائن سټېټ دے چا چې د 90 زره نه زياتې قربانۍ وركړې دي٬ هند خپله په ترهګرۍ كښې ملوث دے٬ هند په امريکا، آسټراليا او كاناډا كښې د سكهانو په قتلولو كښې ملوث پاتې شوے دے او د کلبھوشن ياديو غوندې ترهګر په پاكستان كښې نيولې شوې څوك چې په تخريبي هلو ځلو كښې ملوث ٶ۔ ده ووئيل هند نه دليل لري او نه ثبوت او د پهلګام پېښه كښې اېف آئي آر د پېښې نه څو دقيقې وروسته درج كړې شوې او پوليس يو نيم ساعت وروسته د پېښې ځائې ته رسېدلے۔ وفاقي وزير عطاء تارړ ووئيل ټول قام نن د پاكستان خپلو وسله والو ځواكونو سره ولاړ دے٬ مونږ د نړيوالې ميډيا په وړاندې په واضح توګه د پاكستان موقف وړاندې كړې خو د هند بيانيه چرته هم په نظر رانغله۔ ده ووئيل هند په بدنيتۍ راغلے ٶ خو چې د پاكستان زمري ورته رامخې ته شول نو دوي وتښتېدل او نن ھغوي په سپين بېرغ هسك كولو مجبور شوي