د پاکستان لخوا د هندي جارحيت غندنه٬ مريدکے او بهاولپور كښې په نړيواله پوله٬ كوټلي او مظفرآباد كښې په لائن آف كنټرول سول آبادي په نښه كړې شوې۔ د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) پاکستان د هندي جارحيت په سختو ټكو غندنه كولو سره وئيلي دي چې بې دليله او په ښكاره كاروائۍ كښې هندي فضائيه پخپل فضائي حدونو كښې پاتې كېدو سره د نړيوالې پولې بل اړخ ته سول آبادي په نښه كولو او سټينډ آف ويپن كارولو سره د پاكستان د خپلواكۍ خلاف ورزي كولو سره مريدکے او په بهاولپور كښې په نړيواله پوله او په کوټلي او مظفرآباد آزاد جمو و کشمير كښې په لائن آف کنټرول سول آبادي په نښه كړې۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې د هندي جارحيت په نتيجه كښې د مېرمنو او كوچنيانو پشمول عام وګړي شهيدان شوي٬ د جارحيت دې عمل سره فضائي تجارتي ټرافېك ته هم سخت زيان رامېنځ ته كړې۔ بيان كښې ووئيل شول چې مونږ د هند د بزدلانه اقدام په سختو ټكو غندنه كوٶ كوم چې د ملګرو ملتونو د چارټر٬ نړيوال قانون او د رياستونو ترمېنځه د تاسيس شوې اصولو څخه ښكاره سرغړونه ده۔ د بيان له مخې د پهلګام پېښې په تناظر كښې هندي قيادت يو ځل بيا د ترهګرۍ ناسمه بيانيه استعمالولو سره د خپل مظلوميت د شرم وړ داستان نور پراخه كړې كوم څخه چې سيمه ايز امن او سلامتيا ته خطر دے، د هند د بې پروایۍ له امله دوه اټومي هېوادونه یوې لوے شخړې ته نزدې شوي دي٬ په بدله شوې وضعه كښې پاکستان د ملګرو ملتونو د منشور د آرټيکل 51 او د نړيوال قانون له مخې د خپلې خوښې وخت او په مناسب ځائې د ځواب وركولو حق محفوظ لري۔ بيان له مخې د پاکستان حکومت، وسله وال ځواكونه او اولس د هندي جارحيت په ضد يو موټې دي٬ د پاكستان خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت تحفظ لپاره به عمر له پوخ عزم سره كار كوٶ۔