
اسلام آباد06 مئي (اے پي پي) د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني ضلع كچهي كښې د كالعدم بي ايل اے ترهه ګرو په امنيتي ځواكونو د بريد غندنه كولو سره د امنيتي ځواكونو اهلكارو په شهادت د غم دړد څرګندونه كړی٬ ده د شهيدانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه او د هغوي لوړو درجو لپاره يي دعا وكړه ۔د نهې په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل قام د خپلو مېړنو زامنو قربانۍ چرې هم هيرولې نه شي او د هېواد سالميت او امن لپاره وركړې دا قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل د هند آله كار كالعدم تنظيمونه پاكستان كښې د ناامني خپرولو په سازشونو كښې ككړ دي خو ټول قام٬پاك پوځ او ټولې رياستي ادارې د هغې عناصرو په ضد يو دي او عزم لري۔