د قامي اسمبلۍ سپيکر په ضلع کچھي كښې د امنيتي ځواكونو ګاډي سره د چاٶدنې غندنه وكړه

اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق په ضلع کچھي كښې د امنيتي ځواكونو ګاډي سره نزدې د چاٶدنې غندنه كړې په كومه كښې چې د پاك پوځ اوه ځوانان شهيدان شوي۔ د نهې په ورځ د غندنې خپل بيان كښې ده د شهيدانو كورنيو سره د همدردۍ څرګندونه كولو سره ووېيل د شهيدانو وينه به عبث نه شي٬ قام به د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو قربانۍ تل ياد ساتي٬ شرپسند عناصر په بلوچستان كښې د عدم استحکام پېدا كولو په ناوړه سازش كښې ملوث دي٬ دغسې سپيکر د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا او غمژنو كورنيو سره د يووالي څرګندونه هم وكړه۔